افغانستان 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملاحسن اخند: افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، نړۍ دي له طالبانو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي

د طالبانو د سرپرست حکومت مشر ملا محمد حسن اخند وايي، اسلامي امارت هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او نړۍ باید له اسلامي امارت سره خپل سیاسي او سوداګریز تعامل پیاوړی کړي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت ارګ تیره شپه (د اسد ۲۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په مناسبت د ملا محمد حسن اخند پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: «د اسد ۲۴مه د باطل پر وړاندې د حق د فتحې او د ظلم د پیل ورځ ده. د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له منګولو څخه د هیواد خلاصون ورځ دي.»

په پيغام کې راغلي دي چې ټول ملت بايد د دې سترې فتحې قدر او شکر وباسي چې هېواد يې له اشغال، جګړې او تاوتريخوالي څخه وژغورل شول او د اسلامي نظام د بقا او پياوړتيا لپاره بايد لا صادقانه همکاري او دعا وکړي.

لومړي وزیر وویل، د اسلامي امارت ټول مسؤلین، مجاهدین او ځواکونه باید د هېواد د امنیت د تامین لپاره لا زیات صبر، زغم او هڅې وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې د اسلامي امارت ټول مسؤلین باید په خپلو مسوولیتونو کې لا ډېر اخلاص او ښه نیت او دقت ولري. خپله دنده لکه څنګه چې دوی ته سپارل شوې ترسره کړي او د خپلو خلکو د لا زیات خدمت مصدر شي.

ملا حسن وايي له نړیواله ټولنه غوښتي چي باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه موږ هیڅ هیواد ته ګواښ نه یو. نور هیوادونه دي له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې ولري او د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیلیدو یو کالیزه د اسلامي امارت د چارواکو له خوا د افغانستان په ملي تلویزیون کې ولمانځل شوه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د یو کلن واکمنۍ په تیریدو سره تراوسه هیڅ هیواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *