افغانستان 24 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د واکمنۍ یو کال ؛کرزی: په تېر کال کې د تلفاتو له کموالي پرته نور هرڅه منفي وو

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې په تېر کال کې د تلفاتو له کمېدو پرته هر څه منفي وو

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان خلک اوس په هېواد کې د پراخې جګړې د پای ته رسېدو له امله خوښ دي. خو د هغه په ​​وينا، “خلک له سترو ستونزو سره مخ دي.”

هغه د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د میلیونونو افغانانو مهاجرت یوه ضایعه وبلله.

کرزي وویل: زموږ لوستي کسان له هېواده وتلي او زموږ اقتصاد په ډېر بد حالت کې دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د ملي زیرمو له لاسه ورکول او د هېواد د بنسټونو سقوط او په پای کې د افغان حکومت سقوط ستر زیان دی.

ښاغلي کرزي بیا هم ټینګار وکړ چې افغانستان به هغه وخت خوشحاله وي چې ماشومان یې تعلیم یافته شي او ښځې او نارینه د هېواد لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي چې افغانستان کولای شي د ملي خبرو له لارې پیوستون ترلاسه کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *