افغانستان 23 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

احمد مسعود: له جګړې پرته بله چاره نشته

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، له طالبانو سره له جګړې پرته بله چاره نشته.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ احمد مسعود دغه څرګندونې له اتلانتیک شورا سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې، چې د جمعې په ورځ د اسد په ۲۱مه خپره شوه.

د ملي مقاومت جبهې د مشر په وینا، طالبان د خپلو شاته تګ او د جامع نظام د جوړښت له سمون سره علاقه نه لري.

ښاغلي مسعود په دې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې به خپله جګړه نه پرېږدي.

د ملي مقاومت جبهه یو له هغو لومړنیو ځواکونو څخه ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د دغې ډلې پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *