نړیوال 11 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

په اوکراین کې د جګړې له پیلېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې اترې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره, په اوکراین کې د روسیې له برید وروسته د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د معمار وحدت د خبری اژانس د رپوټ له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له خپل امریکایی سیال انتونی بلینکن سره په ټیلیفونی خبرو کښې د دغه هېواد خارجه وزیر سرګی لاوروف تاکید وکړ چې په اوکرایین کښې عملیات به خپل ټول هدفونه ترلاسه کړی.
دا خبرې پرون (جمعه د جولاي ۲۹مه) شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه ټیلیفوني خبرې روښانه او مستقیمې وې او خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته یې ویلي، چې نړۍ به هېڅکله له روسیې سره د اوکراین الحاق ونه مني.
هغه له روسیې هم وغوښتل چې د اوکرایین د غلو دانو د صادراتو په برخه کې په تړون کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ښاغلي سرګي لاوروف په دې خبرو کې زیاته کړه چې کرملین به د خپلو “ځانګړو پوځي عملیاتو” هدفونه ترلاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره د لویدیځ پر پوځي مرستو هم نیوکه وکړ او ویې ویل چې دا کار به یوازې جګړه اوږده کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانيې کې ویلي چې لاوروف په دې خبرو کې له بلینکن څخه وغوښتل چې له ګمانونو او په رسنیو کې جعلي خبرونو ته له پام ډډه وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر ضد د «ځانګړو عملیاتو» تر نامه لاندې د پوځي برید امر وکړ، چې په دې توګه د مسکو او کی‌یف ترمنځ ناوړه اړیکې په پوځي جنجال بدلې شوې.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *