افغانستان 30 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

ملګري ملتونه: د طالبانو په حکومت کې ۱۷۳ خبریالان له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د یوناما نوی راپور چې نن چهارشنبه د سرطان ۲۹مه خپور شو، ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې ۱۷۳ خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي چې له دې ډلې ۱۶۳ پېښې یې طالب چارواکو ته منسوبې شوې دي.
په دې موده کې طالبانو د خبریالانو د خپلسري نیولو ۱۲۲ قضيې، ۵۸ د ناوړه چلند، ۳۳ د ګواښ او ۱۲ د نیولو قضيې د خبریالانو له کار سره بې تړاوه مرتکب شوي دي.
د یوناما په نوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لسو میاشتو کې ۶ خبریالان وژل شوي چې ۵ یې داعش او یو یې نامعلومو کسانو ته منسوب شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا له واک ته تر رسېدو مخکې او وروسته هم تل له خبريالانو سره له تاوتريخوالي ډک چلند شوى دى.
نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *