ځايي سرچینې وايي، د فاریاب ولایت په «قیصار» ولسوالۍ کې یوه ۸۰ کلنه ښځه په څاه کې تر غورځېدو وروسته مړه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون يکشنبه د سرطان د مياشتې په ١٢مه د دغه  ولايت د قيصار ولسوالۍ په «عرب‌های قوروق» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي، دا ښځه چې «بوری‌خال» نومېږي، په ۱۸ متره ژور څاه کې تر لوېدو وروسته مړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په څاګانو کې د ماشومانو او لویانو د غورځېدو راپورونه ورکړل شوي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

له خلکو هم بار بار غوښتل شوي چې د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او په داسې ځایونو کې ترې استفاده وکړي چې عمومي لارې او بیروبار پکې نه وي.