افغانستان 11 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د وېش لړۍ روانه ده او په تېره يوه اونۍ کې پر ٢٥زره کسانو مرستې وېشل شوې دي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د وېش لړۍ روانه ده او په تېره يوه اونۍ کې پر ٢٥زره کسانو مرستې وېشل شوې دي.

دې ادارې د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۰مه په ټوېټر لیکلي چې په دې بېړنیو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي د پکتیکا او خوست ولایتونو پر اوسېدونکو وېشل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې پر زلزله‌ځپنې سربېره په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې وضعیت دومره کړکیچن شوی، چې د دغه هېواد اوسېدونکي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې افغانستان کې اوسمهال تر ۱۹ میلیونو ډېر وګړي خواړه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې له زلزله‌ځپلو افغانانو سره به خپلې مرستې ډېرې کړي.

دې ادارې څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۱۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په ځپل‌شویو سیمو کې له سرپناه پرته ژوند کوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې اونۍ په زلزله کې ۱۰۳۶ کسان مړه او ۲۹۴۹ نور ټپیان شوي دي.

په دغو ولایتونو کې له مرګونې زلزلې شاوخوا دوې اونۍ تېرې شوې، خو لا هم له زلزله‌ځپلو سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو لخوا مرستې کېږي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي چې هېواد یې د ترکیې له سرې میاشتې سره په همکاري هڅه کوي څو د دوی مرستې ژر تر ژره په افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته ورسېږي.

تایوان تر دې مخکې د پکتیا، پکتیکا او خوست له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون ډالر مرستې اعلان کړی و.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *