افغانستان 10 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې یوازې له دریو ولایتونو څه باندې ۴ میلیارد افغانۍ عواید ټول شوي دي.

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې یوازې له دریو ولایتونو څه باندې ۴ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دغه وزارت پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا عواید یې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو راټول کړي دي.

مالیې وزارت که څه هم د دغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه دي ښوولي، خو په وینا یې چې په یادو ګمرکونو کې له فساد سره جدي مبارزه شوې او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم جاري وي.

د طالبانو د مالیې وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې په ګمرکونو کې په سوداګریزو توکو تعرفې لوړې شوې او د ګمرکونو چارې یې چټکې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سوداګرو رسنیو ته ویلي چې په ګمرکونو کې پراخ فساد دی او په دې برخه کې د پام وړ ستونزې شته دي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *