افغانستان 08 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ځینو افغان مرستو د خوشې کولو په اړه خبرې روانې دي

د امریکا او طالبانو چارواکي پلان لري چې نن د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۳۰ مه) په قطر کې تر یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته د افغانستان د ځینو مالي سرچینو د خلاصون په اړه خبرې وکړي. واشنګټن د داسې لارو په لټه کې دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا سرچینې د خلکو سره د مرستې لپاره کارول کیږي.

د امریکا او طالبانو چارواکي پلان لري چې نن د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۳۰ مه) په قطر کې تر یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته د افغانستان د ځینو مالي سرچینو د خلاصون په اړه خبرې وکړي. واشنګټن د داسې لارو په لټه کې دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا سرچینې د خلکو سره د مرستې لپاره کارول کیږي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ سپینې ماڼۍ وویل چې پر دې مسله “سمدستي” کار کوي، خو د مرکزي بانک د بورډ یوه غړي وویل چې دا ممکن دي چي د نهایی کولو لپاره وخت ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مالیې وزارت او مرکزي بانک له چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دوی استازي ټام ویسټ هم برخه لري. دغې ادارې ټینګار کړی چې واشنګټن د بشري حقونو او د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په ګډون پر یو لړ مسایلو تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: “له دې تعاملاتو څخه هیڅ یو باید د طالبانو یا تش په نوم حکومت ته د مشروعیت په سترګه ونه کتل شي، مګر یوازې دا حقیقت منعکس کوي چې موږ د متحده ایالاتو ګټو ته د رسیدو لپاره دا ډول خبرو ته اړتیا لرو.”

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته ورسېدل چې له ۲۰ کلونو وروسته امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

واشنګټن په هغه وخت کې د ۷ ملیارد ډالرو شتمنۍ کنګل کړې او نړیوالې ټولنې د ملیاردو ډالرو مستقیمې مرستې چې د افغانستان ۴۰ میلیونه خلک پرې ضرورت درلود، قطع کړل.

له دې اقداماتو وروسته د افغانیو ارزښت را ولوېد او هېواد له جدي اقتصادي بحران سره مخ شو، خو بالاخره ځینې مرستې بېرته راستانه شوې.

د امریکا متحده ایالات طالبانو ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري او ټینګار کوي چې د کابل له واکمنانو سره په اړیکو کې هر ډول ښه والی د ښځو سره چلند په شمول د کلیدي اندیښنو په حل پورې اړه لري.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *