خبرونه 28 سنبله 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ګوتریش او ابراهیم رئیسي د افغانستان د کړکیچ پر حل ټینګار وکړ

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ملګروملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان او یمن د کړکیچ په حل ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، په دې کتنه کې چې نن سه شنبه د سپټمبر ۲۸ مه ترسره شوه، دواړو لورو د ګډ عمل د جامع پلان (JCPOA)، رغنده سیمه ییزو اړیکو او د یمن او افغانستان د کړکېچ په ګډون د دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې وکړې. رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران بنسټ له ملګرو ملتونو سره همکاري ده، د نړۍ د سولې او امنیت په پراختیا کې د ګډون لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار وکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او یمن د کړکیچ د حل لپاره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *