پخواني ولسمشر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي سره په کتنه کې وویل چې د نجونو زده کړه د هېواد لپاره حیاتي ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازې له مرستیالې رافائلا لودیچي سره وکتل او په افغانستان کې یې د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړې. د کرزي مطبوعاتي دفتر په ټويټر کې زياته کړې، چې له دغه اروپايي ديپلومات څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.