د افغانستان لپاره د روسیې او پوتین ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا په ګډون پرمختللې ټرویکا خبرې په اغېزمنه توګه له ماتې سره مخ شوې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې او پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده چی ایران په دغو خبرو اترو کې د امریکا ځای نیولی او دا خبرې اوس د روسیې، چین، پاکستان او ایران د څلور اړخیزې ډلې په بڼه روانې دي. کابلوف دا هم روښانه کړې، چې روسیې د افغانستان لپاره د فرمت مسکو په بڼه مشورتي غونډه کې امریکايي استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.