پولیټیکو مجلې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد غواړي طالبانو ته د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لګولو سزا ورکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه خپرونه د پنجشنبې په ورځ د جدې په ۱۵مه زیاته کړه چې د امریکا له خوا طالبانو ته د سزا ورکولو په وړاندیز شوې قضیو کې نوي اقتصادي بندیزونه، د طالبانو د مشرانو په بهر کې پر سفرونو سخت بندیزونه او افغانستان ته د بشري مرستو محدودول شامل دي.