د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست پاکستان ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان تېر کال دغه هېواد ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاته کړه:«هغه سوداګري چې موږ له څو کلونو راهیسې لرله د صادراتو په برخه کې له ۴۰۰ میلیونو ډالرو څخه لوړ نه و. له نېکه مرغه موږ وکولای شو خپل صادرات ۱۲۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړو.