خبرونه 22 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د شوې چاودنې د ټپيانو پوښتنې ته ورغی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د بهرنيو چارو وزارت پر عمومي سړک د پرونۍ چاودنې په پايله کې د دغه وزارت د کارکوونکو او ټپي هېوادوالو د پوښتنې په موخه تېر ماسخوتن د سردار محمد داود خان ۴۰۰سوه بستریز او ايمرجنسي روغتونونو ته لاړ او د پېښې له ټولو ټپيانو سره يې نغدي مرسته او د هغوئ د روغتيايي حالت پوښتنه وکړه.
متقي همدارنګه د يادو روغتونونو ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه چې د ټپيانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په همدې تړاو یې د ایمرجنسي روغتون له رییس او داکترانو سره ناسته هم ترسره کړه.
د يادونې وړ ده، چې پرون مازديګر ناوخته د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د چاودنې له کبله ۵ تنه شهيدان او يو شمېر نور هېوادوال ټپيان شول.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *