افغانستان 09 اسد 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

عبدالرشید دوستم: طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره د لویدیځ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرو

عبدالرشید دوستم اعلان وکړ چې د طالبانو پر وړاندې باید زور وکارول شي او موږ د هغوی پر وړاندې د بریا لپاره د لویدیځ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرو.

د معمار پرس د خبر له مخې د افغانستان د ملي غورځنګ مشر او د طالبانو یو مخالف عبدالرشید دوستم ویلي، د دغې ډلې د ماتولو لپاره د لویدیځ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري. هغه له رولینګ سټون رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې که له ما سره مرسته وشي او طالبانو ته درس ورنکړم نو زما نوم به دوستم نه وي. هغه وویل: «طالبانو موږ دوکه کړل. له دوی سره باید په زوره چلند وشي. موږ امریکايي ټانکونو او الوتکو ته اړتیا نه لرو. موږ یوازې د دوی سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرو. که زه پوه شوم او هغوی (طالبانو) ته درس ورنه کړم، نو زما نوم به دوستم نه وی.»

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *