د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د شنبې په ورځ د میزان په لومړۍ نېټه وویل چې د افغانستان په اسمان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو الوتنه د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، طالب چارواکو په وار وار دا موضوع له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې مطرح کړې او د افغانستان له هوايي حریم د سرغړونې د بندېدو غوښتنه یې کړې ده. همدا راز ستانکزي د طالبانو له خوا د قوشتیپې کانال د جوړېدو په اړه د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د غبرګون په اړه وویل، چې دا کانال یوه افغاني پروژه ده او طالبان به ورته دوام ورکړي.