تحلیل سیاسی 07 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د یمن جګړه د اسلام او مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره د غربي عبراني دسیسه

 

په یمن باندې د سعودی عربستان او د هغه د عربی او لویدیځو متحدینو د حملې کلیزه په داسې حال کښې رارسیدلې ده چې دغه ناانډوله او تحمیل شوی جنګ په یمن او سیمه کښې پراخې پایلې لرلې. سعودي عربستان د امریکا او انګلستان په شمول د یو شمیر عربو هیوادونو په ملاتړ سره هڅه وکړه چې په دغه هیواد کښې د حوثي یاغیانو د قدرت د ترلاسه کولو مخه ونیسي ځکه د دوی موجودیت له خپلو ګټو او وجود سره په ټکر کې ګڼي او د هغوی ستر ارمانونه یې د خپل په مقابل کښې د یوې سترې او پیاوړې جبهې د جوړولو ظرفیت ګڼلی دی.

د یمن جګړې په داسې حال کې چې په لسګونو زره انسانان یې شهیدان او په زرګونو کورونه او تولیدات او اقتصادی مرکزونه یې ویجاړ کړی دی، درنه مرګ ژوبله او تاوانونه اړولی دی او د روغتیا او درملنې شبکه د طبی او معالجوی توکو له کمښت سره مخ شو او مختلف ناروغیو هم د یمن ولس ځپلی دی.

په هرصورت، د دې جګړې څرنګوالی له نورو سرچینو څخه راوتلی او موخه یې د مقاومت د محور محدودول دي. لويديځوال په تېره بيا امريکا د مقاومت له جبهې څخه د تکفيري او بېلتون غوښتونکو ډلو له ماتې څخه وېره لري، څو يمن د حوثيانو په زړورتيا سره د مقاومت د محور بل اړخ نه شي. البته، د دوی فرضیه سمه او د واقعیت سره سم وه. نن ورځ د یمن جبهه د استکبار او نیواک په وړاندې د مقاومت د محور یوه برخه ګرځیدلې او د سیمه ایزو معادلاتو په ټاکلو کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کیږی. او دا هغه لاسته راوړنه ده چې په ولاړیدو او مقاومت سره ترلاسه شوې ده.

لوېديځ تل هڅه کوي، چې ايران د عربي او اسلامي هېوادونو لپاره د يو ګواښ په توګه معرفي کړي، څو له دغه فرصت څخه په استفادې له عربي هېوادونو او هغو کسانو څخه چې له ايران سره دښمني لري، د پيسو په اخيستو لاس پورې کړي. البته دا باید ومنو چې لویدیځوالو تر یوه حده دغه هدف ترلاسه کړ، خو د یمن د ولس مقاومت او دریځ دا معادلې په بل ډول بدلې کړې. غربيان په اصل کې په اسلامي نړۍ کې د تفرقې او نفاق د سياست په لټه کې دي او هڅه کوي چې په اسلامي نړۍ کې د واحد ملت د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

د یمن په جګړه کې مهم ټکی د پردیو او پټو لاسونو د جنګیالیو بریا ده، چې ښيي که د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او عقایدو د دفاع لپاره ودریږي، نو بالاخره به بریا خپله کړي که څه هم مخالفه جبهه له پرمختللو وسایلو او ایتلاف سره جګړې ته داخله شوی وی.

په یمن باندې تیریو سعودیانو ته یو مهم پیغام ولیږه چې د لویدیځ په ریښو کې ډوبیدل به نجات نشي راوړی. او همدارنګه تر څو چې اسلامي او عربي هېوادونه خپلې ستونزې په داخلي او خبرو اترو حل نه کړي، لوېديځ ژغورونکي به هېڅکله د سولې او ورورګلوۍ غوښتنه ونه کړي.

لوېديځوال هڅه کوي چې د مسلمانانو تر منځ د کوچنيو اختلافاتو په راپارولو سره د اسراييل غاصب او ماشوم وژني رژيم توجيه کړي. او له اسرائيلو سره د اسلامي او عربي هېوادونو د تعامل لپاره د منځګړيتوب په کولو سره فلسطيني ملت تر پښو لاندې کوي. نو اسلامي هېوادونه او ملتونه باید په دې برخه کې هوښیار واوسي.

له اسلام او ځواکمنو اسلامي هېوادونو سره د لوېديځوالو دښمني د يو ګواښ په توګه نه شي هېرېداى. په پایله کې د اسلامي هېوادونو مشران باید له دوی سره پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

تاریخ په روښانه توګه ښودلې ده چې د اسلام دښمنانو په مسلمانانو باندې د برید لپاره له هرې لارې کار اخیستی ترڅو اسلام د واک د ترلاسه کولو مخه ونیسي. او حتی نړیوال استکبار هم د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي هیوادونو تر منځ د جګړې په پلمه ګرځیدلی دی.

نو د اسلامي هېوادونو لپاره مناسبه ده چې خپلو داخلي ظرفیتونو ته پام وکړي او د اړیکو ټینګولو او د شخړو په حل کولو کې په ښه باور سره میدان ته ننوځي. په اوسنيو حالاتو کې دا ديني وروڼه دي چې د يو بل لپاره د ډاډ وړ ملاتړي او شريک وي، نه هغه څوک چې د مسلمانانو سره يو شان عقيده، کلتور او فکر نه لري.

تمه ده چې د اسلامي هېوادونو تر منځ د نږدې‌والي او تفاهم بهیر ورځ په ورځ زیات شي او د اختلافاتو ریښې به د خبرو اترو او مثبت فکر له لارې لیرې شي او اسلامي امت له يو بل سره په ګډه د اسلام د سپېڅلي دين او د اسلامي امت د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې وکړي، تر څو د دې اجماع لومړۍ پايله د يمن د مسئلې حل او په دغه اسلامي هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *