د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د ترانزیت لپاره په سرحدي پولو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کډوالو چارو وزیر “خلیل الرحمن حقاني” د پاکستان له سفیر “عبید رحمان نظامي” سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا، په پولو کې د ښه شرایطو د رامنځته کولو، د بندیانو د خلاصون، کډوالو ته د بانکي حسابونو د جوړولو او د موټر چلوونکو د جوازونو د وېش د اسانتیا په اړه د نظر تبادله وکړه.