د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله له هېواده د خلکو د کډوالۍ په ډېرېدو سره، د سرپرست حکومت ویاند ادعا کړې چې د دوی د واک تر رسېدو وروسته دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په حواله ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي