د پروان والي د سالنګ له اوسېدونکو سره په خبرو کې وويل، چې د دې ډلې د حکومت پر وړاندې پاڅون کوونکي تر کفارو بدتر دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پروان کې د طالبانو والي عبیدالله امین زاده د یکشنبې په ورځ د حمل په ۲۷ مه په جنوبي سالنګ کې د اکمل امیر او د هغه د ملګرو په وژلو ټینګار وکړ چي “څوک چې د اسلامي نظام پر ضد راپورته شي، د هغه جرم تر کفر لوړ دی.” د هغه په وينا، اوسمهال په افغانستان کې د جګړې لپاره کوم شرعي دليل نشته او هر څوک چې پر وړاندې ودرېږي، هغه باغي دى