د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان خلک له ډېرو کړاوونو تېر شوي او نور هېوادونه باید له دغه هېواد سره په "رحمت او انساني مینه" چلند وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ذبیح الله مجاهد شرم د دوشنبې په ورځ (د دلو ۱۷مه) د یو ټویټ په خپرولو سره چې څو شېبې وروسته یې پاک کړ، لیکلي دي چې د فشار، اندېښنو او مداخلې غوښتنې د هیچا په ګټه نه دي.