د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د بیا پرانیستلو طرحه تر څېړنې او ارزونې لاندې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پلان د بیا کتنې لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده. ده زياته کړه: دغه کميټه د نجونو لپاره د تعليمي مرکزونو د بيا پرانستلو اړخونه او اړتياوې څيړي. خيرخواه وويل، کله چی د بيا پرانستلو پلان نهايي شي، نو له جزئياتو به يې خلکو ته خبر ورکړي.