افغانستان 01 دلو 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بلخ د لرغونو او تاریخي اثارو د لوټ کولو دوام

د معمار پرس د خبر له مخې؛ بي بي سي په یوه راپور کې د شیکاګو پوهنتون د لرغونپوهانو په حواله راپور ورکړی چی د افغانستان لرغونې سیمې د بلدوزر تر تیغ لاندې شوې او ورانۍ او تالان یې د پخواني حکومت پر مهال پیل او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې دوام لري. د مخکیني خپاره شوي راپور له مخې، په بلخ کې د ناقانونه کیندنو او د تاریخي ابداتو د ویجاړولو د احتمال په اړه بېلابېل معلومات موجود وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې د نقشې جوړونې، ریموټ سینسنګ او جغرافيايي معلوماتو سیسټمونو په مرسته لرغونپوهان په ډاډ سره ویلای شي چې دغه ځایونه بلډوز شوي دي. دغې رسنۍ زیاته کړې ده چې په دې واټن کې د بلدوز په نوم د لرغونو اثارو په منځ کې هغه لرغوني اثار هم شامل دي چې د برونزو او فلزاتو له دورې څخه تر ۳ زره کاله مخکې تاریخ لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *