د طالبانو د حکومت د مهاجرت او راستنیدونکو چارو وزیر وايي چې سلګونه زره راستانه شوي کډوال خپلو سیمو ته انتقال شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل: د دې ډلې حکومت د سلګونو زرو راستنیدونکو لپاره بنسټیز خدمتونه چمتو کړي او خپلو اصلي سیمو ته یې لیږدولي دي. د طالبانو د مهاجرت وزیر دا هم وویل چې “په میلیونونو افغان مهاجرین په بهر کې ژوند کوي او دا زموږ دنده ده چې دوی ته خدمت وکړو.” د يادونې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له لرې او نږدې هېوادونو څخه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.