په کابل کې د ايران سفارت او په مزارشريف کې د دغه هېواد قونسلګرۍ نن د ايران د اسلامي انقلاب د ٤٥مې کليزې د دلو ٢٢مه د نمانځنې مراسم ترسره کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې د ایران د سفارت په غونډه کې د طالبانو د حکومت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ. په کابل کې په دې مراسمو کې د ولسمشر استازي او د ایران شارژدافیر حسن کاظمي قمي هم وینا وکړه او وویل چی د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت په موخه د سیمه ییزو تماسونو د ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ، چې لومړۍ غونډه یې په دې وروستیو کې په کابل کې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، چین، پاکستان، روسیې د ځانګړو استازو او د اتو نورو هېوادونو د سفیرانو او استازو او کوربه هېواد په حضور کې جوړه شوه.