افغانستان 07 حمل 1403 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت: د شکایاتو د اوریدو نوی ۲۳ ماده ییز قانون تصویب شو

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون اعلان وکړ چې د دغه وزارت د شکایتونو د اوریدو مرستیال علي صدیق الله اعلان کړی دی چی د شکایاتو د اوریدو په اړه نوی ۲۳ ماده ییز قانون تصویب شو او په دوام یې وویل چې دغه قانون د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده له خوا تصویب شو.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ علي صديق الله دغه څرګندونې نن (د حمل ٧مه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړې چی د دې قانون له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مکلف دی چې یو ځای پیدا کړي، څو خلک په ازاده توګه خپل شکایتونه مطرح کړي. هغه د قانون په اړه جزئیات ورنه کړل. په ورته وخت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په تېر کال کې ۱۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *