په کابل کې د خلکو سرچینې وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دغه ښار د شپږمې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو کورونه تلاشي کړي دي. تېره اوونۍ دا سیمه د یوې خونړۍ چاودنې شاهده وه چې لږترلږه ۱۶ پخواني څارنوالان پکې ووژل شول. د سرچینې په وینا، طالبان د کورنیو د هویت اسناد او د هغوی ټول کورونه په دقیق ډول څېړي. دغه سرچینې وايي، طالبان لومړی سیمه کلابندوي او بیا یې کورونه تلاشي کوي او په تصفیه شویو سیمو کې تګ راتګ بندوي.