د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل ولایت د «قشقري» د تېلو له حوزې څخه د تېلو د استخراج د پیل اعلان وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرپل ولایت په قشقري کې د تېلو لومړنۍ څاه پرانیستله. شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ (د سرطان ۱۷مه) د سرپل ولایت د قشقري د تاسیساتو په ساحه کې د تېلو د لومړۍ څاه د پرانیستلو پر مهال وویل: د سرپل د تېلو پروژه د افغانستان یوه له مهمو اقتصادي سرچینو څخه ده. هغه وويل، چې د دغو تاسيساتو له پيسو څخه په دغه ولايت کې بيارغونه او د مهمو پروژو پلي کول د سيمه ييزو طالب چارواکو له لومړيتوبونو څخه دي.