افغانستان 01 اسد 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر: موږ په افغانستان کې د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو د الوتنې په اړه اندېښمن یو

د سترې محکمې رئیس او د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر اعلان وکړ چې پر افغانستان د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو الوتنې د اندېښنې وړ دي. د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته د دغه هېواد له خلکو سره دښمني نه ده بنده کړې او د دوی بې پیلوټه الوتکې لا هم پر افغانستان الوتنې کوي. د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر زیاته کړه چې حکومتي چارواکو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي “ټام ویسټ” سره په لیدنه کې د دغو الوتنو په اړه اندېښنه ښودلې، خو بل لوري ته بیا وايي چې دا الوتنې د داعش د تعقیب او په نښه کولو لپاره دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *