افغانستان 27 جدی 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ترکیې او افغانستان ترمنځ د هوايي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې د همکاریو د پراختیا هوکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند له وزیر ملا حمیدالله اخندزاده سره په لیدنه کې دا اعلان وکړ چی ترکیه له افغانستان سره د هوايي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي. په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانسپورت او ترانزيت په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ښه والي او د ځينو علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د ترکیې سفیر وویل: په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او هېواد یې غواړي له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کې خپلې اړیکې ښې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *