د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر په پاریس کې د اسراییلو مشر آیزاک هرتزوګ ته وویل چې په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره "عاجل اقدام" ته اړتیا ده.
د آناتولی خبری اژانس د رپوټ له مخې د کییر سټارمر دفتر د صهیونیسټ رژیم له مشر سره په خبرو کښې د برطانیې د وزیراعظم د څرګندونو په باره کښې اعلان وکړ: لومړي وزیر وویل چې د اوربند لپاره باید سمدستي ګامونه واخیستل شي ترڅو یرغمل شوي کسان خوشې شي او د هغو کسانو لپاره چې ورته سخته اړتیا لري [غزې] ته د نورو بشري مرستو رسولو اجازه ورکړي. د کییر سټارمر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون په مهمو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام هم خبرې وکړې.