د کورنیو چارو وزیر وویل چې افغان کډوال د زیږون سندونه نه ترلاسه کوي بلکې د هغوی لپاره تذکرې ټاکل شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی د پنجشنبې په ورځ (د عقرب ۴مه) په اراک ولایت کښې خبریالانو ته وویل: ځینې خلک ناسم احصایې اعلانوي او وايي چې موږ غواړو مهاجرینو ته د زیږون سند ورکړو، دا خبر حقیقت نلري او د تذکرې او زیږون سند کې توپیر شتون لري. د ایران د کورنیو چارو وزیر په دوام کښې وویل زمونږ په هیواد کښې د مهاجرینو مسئله یوه پخوانۍ مسئله ده او دا په مختلفو دورو کښې او همداشان د شوروی اتحاد او امریکې په وخت کښې د استکباری سیاستونو نتیجه ده.