د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یو پیغام خپور کړ چې په نړیواله کچه یې د اسراییلو د «ترهګرۍ» په توګه د رسمیت پیژندلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اسراییل باید د خپلو تروریستي اعمالو په خاطر محاکمه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایراني رسنۍ ایسنا په وینا، ناصر کنعاني دغه پیغام په ایکس ټولنیزه شبکه کې جاري کړی او لیکلي یې دي: صهیونیسټي رژیم په غزې کښې د المعمداني په روغتون، په ځینو جوماتونو، ښوونځیو او د یونان د ارتودوکس کلیسا له ویجاړونکي حملې وروسته د غزې په نورو روغتونونو د حملې ګواښ کړی دی! اوس نړیواله اعلامیه او د صهیونیسټ رژیم د «ترهګرۍ» په توګه پیژندل او د صهیونیسټي جنګي جنایتکارانو محاکمه د نړۍ د ټولو ازادو او عدالت غوښتونکو خلکو غوښتنه ده.