اوکرایني ځواکونو ادعا کړې چې په یوه شپه او ورځ کې یې یو زر او ۳۰ روسي پوځيان وژلي دي.
د اوکراین پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي چې له دې سره یې پر دغه هېواد د روسیې له یرغل وروسته ټول ۱۳۳ زره او ۱۹۰ روسي سرتېري وژلي دي.
بل لورته بیا روسیې ویلي چې په تېره جنوري میاشت کې یې شپږ زره او ۵۰۰ اوکرایني سرتیري وژلي دي.
دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتوني ګوترېش ویلي، که د روسیې او اوکراین جګړه نوره هم سخته شي، نړۍ به له یوې لویې جګړې سره مخ شي.