افغانستان 12 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د امر بالمعروف وزارت او د ښځینه آرایشګاهو د فعالیت منع کول

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه لیک کې اعلان وکړ چې د ښځو د ارایشگاهو فعالیتونه منع دي.

دا خبره د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه لیک کې کړې ده چی د طالبانو د ډلې د مشر د شفاهي حکم له مخې د روان کال د سرطان د میاشتې له دریمې نیټې څخه د اسد د میاشتې تر دریمې نیټې پورې په کابل ښار او مختلفو ولایتونو کې د ښځو د آرایشگاهو د صالونونو فعالیت منع دی. او له دې مودې وروسته به په دې برخه کې هر ډول فعاليت ناقانونه وي او ورسره اړوند قراردادونه او جوازونه به باطل وي. پخوا طالبانو د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونه لګولي وو او له دغو اساسي حقونو یې بې برخې کړي وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *