تحلیل سیاسی 24 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د امريکا او اسرائيلو زوال؛ هغه وړاندوینه چي ګړندی شوی دی

د نړۍ د قدرت انحصار او د امريکا يو اړخيزتوب له څه مودې را په دې خوا د کمېدو په حال کې دی او په نتيجه کې يې اسرائيل چې يو ناحقه زېږېدلی دی، له ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی. ښايي د دغو دوو هېوادونو دښمنانو هم په دې ورځو کې تصور نه وي کړی، خو دا هغه واقعيت دی چې نړۍ يې ويني. امریکا اوس هغه امریکا نه ده چې د هیوادونو او حکومتونو لپاره یې کرښې او نښانونه جوړ کړي او د حکومتونو مشران یې د زور او جبر له لارې خپلو استعماري غوښتنو ته تسلیم کړي. د امریکا سره کرښه دا وه چې “څوک چې زموږ سره وي خوندي دی او څوک چې زموږ په وړاندې وي هغه به دښمن وي او د تباهي سره به مخ وي”. په تیرو وختونو کې ځینو دولتونو او ولسونو دغه معیار منلی او پر بنسټ یې عمل کړی، خو د وخت په تېرېدو او د امريکا د شومو موخو په پوهېدو سره د دغه هېواد سره مخالفت او سرغړونې اوج ته رسېدلې او د نفوذ واک يې په بشپړ ډول له منځه تللى او بې اغېزې شوى دى. اسراییلي رژیم په سیمه کې د امریکا د ځواک په توګه د فلسطیني ولس د مقاومت او د سیمې د هیوادونو د مقاومت په پایله کې د زوال او سقوط له خطر سره مخامخ دی. همدا اوس د مقاومت د فشارونو سربیره صهیونیسټ رژیم د داخلی سقوط سره هم مخامخ دی او د هغوی مشرانو په ځلونو ټینګار کړی دی چې اسرائیل د تباهۍ او ړنګیدو په حال کي دی چې د فلسطینیانو مقاومت ته زمینه برابروی. په تيرو وختونو کې حکومتونو له امريکا سره د اړيکو پر بنسټ خپل ارزښت ټاکل، خو د شته واقعيتونو او د دغه هېواد د زوال په درک کولو سره اوس پر دې مسئلې باور نه کوي او نورې لارې چارې غوره کوي. د استکبار او استثمار په وړاندې مقاومت او دريځ او همدارنګه د نويو قدرتونو راڅرګندېدل د لويديځ دريځ کمزوری کړی او د دې لامل شوی چې د خپلو ګټو او مصلحتونو پر بنسټ د نوي نظم فکر وکړي او دغه هدف په چټکۍ سره عملي او پراخيږي. استثمار، لوټماري او غلام جوړول د نړۍ د خوړونکو طبیعت دی او دا وینه خوړونکي تل هڅه کوي چې له همدې لارو د خپلو ګټو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د ولسونو د پرمختګ مخه ونیسي. خو په اوسني عصر کې د ولسونو ویښتوب سره دوی نه دي توانیدلي چې د هیوادونو د رهبرۍ واک په لاس کې واخلي او د پخوا په څیر د زوال او تباهۍ کندې ته لار هواره کړي. نو د امریکا او اسرائیلو د زوال وړاندوینه یو حقیقت دی چې انکار نه شي کیدای ځکه نړۍ په داسې یوه لاره روانه ده چې امریکا د یو زبرځواک په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړی او اسراییل هم د مقاومت له خوا محاصره شوی دی او له بلې خوا د اسرائيلو داخلي سقوط د دغه جعلي رژيم د ړنګولو بهير ګړندی کوي. د اسرائيلو حرکتونه د بې وسۍ له امله دي او له ماتې منلو او تېښتې پرته بله چاره نه لري او بالاخره د مسلمانانو بريا يقيني ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *