افغانستان 21 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسئولینو، د دې ادارې د عوایدو د ۲۲ سلنې او د انتقالاتو د ۳۶ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسئولین وايي چې د دغې ادارې د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله د تېر مالي کال په عوایدو کې ۲۲ سلنه او په انتقالاتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د معمار آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د دغې ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او د روان کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د غونډې په پیل کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، وویل، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د حیرتانو، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې څه د پاسه ۳.۱ میلیارډه افغانۍ عواید راټول او افغانستان اسلامي امارت بیت المال ته سپارل شوي او همدارنګه په همدې موده کې څه د پاسه څلور میلیونه مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د شرافت په وینا، د ۱۴۰۰ کال په پرتله، د تېر کال په بهیر کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په عوایدو کې ۲۲ سلنه او په انتقالاتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

وروسته، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي، د دغې ادارې د مهمو فعالیتونو او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره غواړي په روان کال کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند د ځینو مهمو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني، وویل چې په تېر مالي کال کې د افغانستان اوسپنې پټلیو له لارې څلور میلیونه ۶۷۳ زره ۹۲۹ مټریک ټنه انتقالات چې صادرات، ورادات او ټرانزیټ پکې شامل دي؛ ترسره شوي او دا کچه د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

دراني زیاته کړه چې په تېر مالي کال کې درې میلیارډه ۱۸۸ میلیونه ۸۰۰ زره ۱۳۲ افغانۍ عواید راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي چې دغه ارقام د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دراني د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته یو میلیارډه ۸۰۷ میلیونه ۳۹۶ زره ۷۵۰ افغانۍ انکشافي بودجه ورکړل شوې وه چې دغه ادارې وکولای شول ۵۷ سلنه یې مصرف کړي.

په پای کې، مسئولینو یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د مسئولنیو د سفرونو، د هېواد په دننه او بهر کې روزنیزو پروګرامونو ته د یوشمېر زده کړیالانو معرفي کولو، د مجربو او مسلکي کادرونو د ګومارلو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د چارو د پشپړولو او افغانستان اوسپنې پټلیو د چارو افغاني کولو په اړه معلومات ورکړل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *