د اتریش د ازادۍ ګوند د دوشنبې په ورځ (د میزان ۳مه) اعلان وکړ چې د دغه ګوند دوه غړي اندریا مولزر او یوهانس اوبنر په شخصي توګه افغانستان ته سفر کړی او دا سفر یې «شخصي» و.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اتریش د ازادۍ ګوند په یوه بیانیه کې ویلي، چې افغانستان ته د دغو دوو غړو د سفر په اړه یې د رسنیو له لارې خبر شوی دی او ویلي یې دي، چې دغه سفر د ګوند له معلوماتو سره نه و. د اتریش د ازادۍ ګوند هم د دغه سفر د انګېزې په اړه اندېښنه ښودلې او د خپلو شرایطو د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.