په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې له اړمنو سره د بشري مرستو د بندېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ناروې د کډوالو د شورا له عمومي منشي سره په کتنه کې وویل چې « یوه یا دوه کیلو مرسته به د افغانانو ستونزه نه هواروي.»
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دغه وزارت سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو شورا له سکرتر جنرال یان ایګلند سره په لیدنه کې له داخلي بې ځایه شویو سره د مرستو په اړه خبرې وکړې