د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په هلمند ولایت کې امیندوارو میرمنو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له جاپان څخه د ۱.۳ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د یکشنبې په ورځ د جدي په ۲۵مه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرسته په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي بحران ته د ځواب ویلو په هدف شوې ده.