د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د مرستو بودجه کمه شوې، په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې اوج ته رسېدلې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ اوچا په یوه راپور کې چې نن دوشنبه (د اسد ۲۳مه) خپور شو ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د بشري غبرګون پلان اوس مهال د ۱.۳ میلیارد ډالرو بودجې له کمبود سره مخ دی. ویل شوي، چې د ټولې غوښتل شوې بودیجې له ۲.۴۳ میلیارد ډالرو څخه یوازې ۸۰۱ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي. اوچا زیاته کړه چې د مالي سرچینو نشتوالی به زیانمنې کورنۍ د لوږې، ناروغۍ او حتی د ژمي په رارسیدو سره د احتمالي مړینې سره مخ کړي.