د هالیووډ اداکاره انجلینا جولي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل په نړیواله کچه د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو یوه بله بېلګه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ انجلینا جولي په خپله ټولنیزه پاڼه “انسټاګرام” کې لیکلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو کورنیو سره مرسته کړې ده. مګر اوس “ناڅاپه” دوی وشړل. هغه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: “هغه ښځې چې افغانستان ته ستنېږي له ټولو حقونو او د زده کړو له امکاناتو بې برخې دي، ډېرې ښځې په زندانونو کې دي او دا يو ژور بشري ناورين دى.”