خبرونه 08 دلو 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اسلام اباد او تهران ته د ایران او پاکستان د سفیرانو راستنېدل

ممتاز زهرا بلوچ؛ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جمعې په ورځ د دلو په شپږمه اعلان وکړ چې محمد مدثر ټیپو؛ په تهران کښې د دغه هیواد سفیر رضا امیری مقدم د ایران سفیر اسلام اباد ته راستون شوی او خپل کار ته دوام ورکوي. په همدې حال کې سید رسول موسوي؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا عمومي مشر هم په خپل ایکس پاڼه کې د پاکستان له سفیر سره د خپل یو عکس په خپرولو سره تهران ته د هغه راتګ تایید کړی دی. ښاغلي موسوي زیاته کړه چې “د دواړو هېوادونو خلک او چارواکي خوښ دي چې اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي”. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ترینګلتیا د کمولو د هڅو په دوام کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر جلیل عباس جیلاني په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *