خبرونه 17 سرطان 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ازبکستان: افغانستان د نړۍ له پامه وتلی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په شوشا کې د ترکیې د دولتونو د سازمان (OTC) په غیر رسمي غونډه کې وویل چې افغانستان د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله د نړیوالې ټولنې له پامه وتلی دی. میرضیایف د افغانستان د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د نړۍ په نورو سیمو کې د جګړو او شخړو شدت د دغه غفلت لامل وباله. نوموړي په دې کتنه کې په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړيوالې ټولنې د همغږي اقدام او د هغو ننګونو د حل غوښتنه وکړه چې دغه هېواد د نړيوالو کړکېچونو په ترڅ کې ورسره مخ دى. د ازبکستان جمهور رئیس د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام د ټینګار په ترڅ کې د دغه هېواد د بانکي زیرمو خلاصول د دغه هېواد د وضعیت د ښه کېدو یوه لار وبلله.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *