د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د شهادت د کلیزې په مناسبت یو غږیز پیغام خپور کړی دی.
ښاغلي مسعود په دغه پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ د حوت په ۲۲مه خپور شو، ټینګار کړی چې د طالبانو ظالمانه عقیده لا نه ده بدله شوې او دا ډله د خپلې ظالمې واکمنۍ د دوام لپاره د نوي نسل تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو په لټه کې ده.