خبرونه 10 اسد 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د قرآن کریم د سپکاوي په اړه د اسلامي ملګرتیا د سازمان وروستۍ اعلامیه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د الریاض ورځپاڼې د راپور له مخې دغه ۳۵ ماده ایزه بیانیه د اسلامی ملګرتیا د سازمان د غړیو هیوادونو د وزیرانو د غونډې په پای کښې د قرآن کریم د سپکاوی په غبرګون کښې چې په سویډن او ډنمارک کښې شوې وه رامنځته شوه چي د دغو کرغیړنو او مذهب ضد اعمالو د تکرار د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اهمیت ټینګار وکړ چې نړیواله سوله او امنیت ګواښي. دغه راز د اسلامي ملګرتیا د هېوادونو د وزيرانو په غونډه کې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د اسلام د سپېڅلو مقدساتو ته د سپکاوي له لارې د افراطي جريانونو د راګرځېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د اسلامي ملګرتیا د سازمان غړو هېوادونو د کرکې د مخنيوي لپاره د مذهبونو او کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو او زغم په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وروستي پرېکړه ليک هرکلى وکړ. د دغې اعلامیې په یوه بله فقره کې د اسلامي ملګرتیا سازمان د کرکې د تحقق، چې په لیکلي، غږیزو، تصویري، الکترونیکي یا ټولنیزو رسنیو او نورو هر ډول وسیلو کې تبعیض، دښمني او تاوتریخوالي ته لمن وهي، غندي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *