د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
د باوري سرچينو د راپورونو له مخې، پاکستاني پوليسو په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال نيولي او يو شمېر يې شړلي دي. په اعلامیه کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو توقیف او اخراج دې ودروي.