د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د پاتې وسلو د خرڅلاو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې «پروپاګند» بللی دی.
ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د پاتې بهرنیو وسلو د پلور په اړه ادعاوې حقیقت نه لري. او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او کله چې طالبانو بشپړ واک لاس ته راوړل، ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ګودامونو او ذخیرو کې ساتل کېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی یوه وسله هم وپلوري او یا یې قاچاق کړي. مجاهد زیاته کړه، دا ډول تبلیغات د هغو کسانو دسیسه ده چې د تشنج او خود غرضۍ په لټه کې دي او په افغانستان کې اوسنی ثبات او کنټرول نشي زغملی او تبلیغات کوي.