تاریخ انتشار: 20 سرطان 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 5271

مجاهد: په افغانستان کې د پاتې بهرنیو وسلو د پلور په اړه ادعاګانې تبلیغات دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د پاتې وسلو د خرڅلاو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې «پروپاګند» بللی دی.